د پاکستان پخوانۍ اولس مشر آصف زرداري بیا د دوبۍ څخه پاکستان ته راستون شوې دې

0
45

باغی ټي وي رپورټ
پخوانی ولسمشر اصف علي زرداري له دوبۍ څخه کراچۍ ته راستون شو.

دسرچينو ترمخه اصف علي زرداري کراچۍ ته راستون شوى دى، هغه دجولائي په ٢٥مه دوبۍ ته تللى ؤ.

اصف علي زرداري په دوبۍ کې د استوګنې پر مهال په کرونا ویروس اخته شو.

د پخوانۍ ولسمشر دوبۍ ته له رسېدو وروسته د هغه لور بختاور بهټو زرداري په یوه ټویټ کې وویل چې هغه دلته د خپلې لمسې په لومړې کلیزه کښې د ګډون لپاره راغلې دې او هغه تیره میاشت د ناروغۍ له امله دوبۍ ته وو راغلې.
دا خبره د یادونې ده چې په ۲۵م جولایی داسې خبرونه په رسنیو خپاره شول چې تیره ورځ اصف زرداري د یوه بهرني هوايي شرکت له لارې دوبۍ ته روان شو او د دې خبر له خپرېدو سره سم په ټولنیزو رسنیو کې د دوبۍ ټرېنډ هم پیل شو.
خو بیا بختاور بهټو د هغو خبرونو په اړه غبرګون اوښودلو چې د اصف زرداري دوبۍ ته له تګ وروسته خپاره شول.

بختور لیکي، چې که هغه له ۱۱ کلونو زیات له زندانه نه دې تښتیدلې نو وس به ولې وتښتي؟ هغې اوویل چې دوی په هر حکومت کې محکمو ته وړاندې شوي او په کوم کې چې زمونږ دیکتاتورانو ټاکل شوي، هغې ویلي وو چې دوی کله هم نه دي تښتیدلي.

Leave a reply