د سختو بارانونو له امله په لنډیکوتل کښې د یو کور بام راپریوتلې، یو ماشوم مړ شوې او نور ۸ کسان ژوبل شوی هم دي

باغی ټي وي رپورټ
د ضلع خیبر خېبر په تحصیل لنډيکوتل سدوخېل ملک عبدالحد په کلي کې د باران له امله د یو کور بام د غورځېدو له امله يو ماشوم وژل شوی او د يوې ښځې او ماشومانو په ګډون اته نو کسان سخت ټپيان شوي دي.
د ځایی سرچینو مطابق د بادشاه په نامه یو تن د کور بام راپریوتلو ، د باشاه یو تنکې ځوي جاسم په دې پیښه کښې ژوند له لاسه ورکړې دې.

ژوبل کسان د طبي امداد لپاره د لنډي کوتل ضلعي هيډکوارټر هسپتال ته رسولي شوي چرته چي د ريسکيو 1122 ايمبولينس په ذريعه يوه زنانه او يوه ماشومه په نازک حالت کښي پيښور هسپتال ته لیږل شوي دي.
ځایی سرچنیو ویلي دي چې متاثره خاندان غریب دې او دوی غوښتنه وکړه چې اړوند اداره دې دې متاثره خاندان سره پوره پوره مالي مرسته وکړي.