باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان تحریک انصاف مشرې شیرین مزاري ادعا کړې چې د اسلام اباد پولیسو له پرون ماښام راهیسې د عمران خان او د هغه د کور امنیت څخه لرې کړې شوی دي.
په ټويټر خپل يو بيان کښې شيرين مزاري وئيلي دي چې د عمران خان او د هغه د استوګنې سيکيورټي واپس اخستل شوي، هغه وایی چې دا د قانون خلاف کار دے خو په دغه وارد شوي حکومت کښې څوک د قانون پروا لري.
شيرين مزاري وويل چې ولس دې خبر وي چې څنګه سازشي عناصر د عمران خان ژوند ته خطرونه جوړوي.
بل لوري ته داسلام اباد دپوليسو وياند وايي چې دعمران خان دامنيت واپس نه دې اخستل شوې.
وياند ووئيل چې د عمران خان امنيت واپس اخستلو په اړه د پي ټي آئي مشرانو په بيانونو كښې حقيقت نشته۔