میدان وردګ ولایت چک ولسوالۍ کې له زرګونه خلکو سره مرستې

میدان وردګ ولایت چک ولسوالۍ کې له زرګونه خلکو سره مرستې
سرچینه زیاتوي یادونې چې په دغه ولسوالۍ کې د یادو خوراکي توکو د ویش دوهم پړاو بشپړ شوی، دوی وایي چې ورستی پړاو به نږدې راتلونکې کې پیل شي.
روح الله د چک ولسوالۍ اوسېدونکي رنسیو ته ویلي، چې یاد خوارکي توکي یې اړتیاوې نشي پوره کولای؛ ځکه کارونه نشته، کرنیز فصلونه یې سیلابونو له منځه وړي او اقتصادي ستونزې یې زیاتې شوې دي.
(2022 / 8 / 21 نېټه باغي ټلویزیون )
بشپړ راپور
د میدان وردګ ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست لخوا په خپره شوې خبرپانه کې ویل شوي، چې نن د زمري په ۳۰ مه د نړیوال خوراکي پروګرام (WFP) له لورې د (FCDO) تطبیق کوونکې مؤسسې په همکارۍ د میدان وردګ ولایت د چک ولسوالۍ په بیلابیلو سیمو کې پر (۳۲۰۰) اړمنو او بېوزلو کورنیو خوراکي توکي ووېشل شول.
د سرچینې په وینا، په یادو خوراکي توکو کې ٥٠ کیلو اوړه، ٥ ليتره اوبلن غوړي، ۶ نیم کیلو دال او نیم کیلو مالګه شامله وه.
اړوند موضوعات:
په کندهار او هلمند ولایتونو کې له ۲۵ زره بزګرانو سره مرسته وشوه