په هند کې د مجرمینو یوې ډلې د اتو میاشتو لپاره د پولیسو جعلي مرکز چلاوۀ

دوی له ځايي خلکو پیسې اخیستې چې د شکایت لپاره دغه جعلي پولیس سټیشن ته لاړې او هم یې د ورځې پنځه سوه هندي کلدارې (شپږ ډالره) په بدل کې ځایي خلک وګمارل.
د دوی کاروبار هغه وخت ګډوډ شو کله چې د پولیسو یو ریښتیني افسر وموندله چې د دې جرمي ډلې دوه غړي وسلې لري چې په سیمه ایزو ورکشاپونو کې جوړې شوې وې.
(2022 / 8 / 20 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د فرانسې خبري اژانس راپور ورکړی چې په هند کې د مجرمینو یوې ډلې د اتو میاشتو لپاره د افسرانو یونیفورم اغوستی او د سلګونو خلکو څخه یې د پیسو اخیستلو په تور د جعلي پولیسو سټیشن چلاوه.
د بهار په ایالت کې د جنایتکارانو دې ډلې د پولیسو د اصلي مشر له کور څخه پنځه سوه متره لیرې یو دوکان جوړ کړی و او د پوځي رتبې نښان لرونکي یونیفورم یې اغوستی و او وسلې یې ورسره وې.