پاکستان؛ منصور احمد خان د خپل هېواد پر استازیتوب افغانانو ته د خپلواکۍ د ورځې مبارکي ورکړه 

0
164

پاکستان؛ منصور احمد خان د خپل هېواد پر استازیتوب افغانانو ته د خپلواکۍ د ورځې مبارکي ورکړه 

په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان په یوه ټوېټر پیغام کې د افغانستان د خپلواکۍ ۱۰۳مه کلیزه د “ملي ورځې” په توګه یاده کړه او افغانانو ته یې مبارکي وویله.

 

(2022 / 8 / 19  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

پاکستان د افغانستان د خپلواکۍ د ورځې مبارکي ورکړه.

په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان په یوه ټوېټر پیغام کې د افغانستان د خپلواکۍ ۱۰۳مه کلیزه د “ملي ورځې” په توګه یاده کړه او افغانانو ته یې مبارکي وویله.

هغه وویل چې د پاکستان لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان مشرتابه ته د مبارکۍ پیغامونه استولي او د افغانستان د پرمختګ او سوکالۍ هیله یې کړې ده.

نن د اګیسټ ۱۹ چې د اسد د میاشتې لۀ ۲۸مې سره برابره ده د افغانستان د آزداۍ/ خپلواکۍ ۱۰۳ مه کلیزه ده، دغه ورځ پۀ داسې محال نمانځل کېږي چې تر نن کابو یو کال وړاندې د افغانستان جمهوري نظام ړنګ او پر ځای امارتي نظام حاکم شو.

که څه هم پخوا به دغه ورځ پۀ افغانستان کې پۀ ډیر شور او شوق نمانځل کیدله؛ خو سږ کال د ط البانو پۀ شتون دغه ورځ د پخوا پۀ څېر پۀ  شور او  ولولو نۀ نمانځل کېږي.

 

Leave a reply