د اسرایل او ترکیه چارواکو پریکړه کړې چې خپل بشپړه سفارتي اړیکې بیا بحالوي

0
189

باغی ټي وي رپورټ
اسراییلو او ترکیې د دواړو هیوادونو ترمنځ د ډیپلوماتیکو اړیکو د بیا پیلولو پریکړه وکړه.

د اسراییلو لومړي وزیر د دواړو هیوادونو ترمنځ د ډیپلوماتیکو اړیکو بیا رغونه یو ډیپلوماتیکه بریا وبلله او دا یې د سیمې د ثبات او د اسراییلو د وګړو او اقتصاد لپاره یو لوی خبر وباله.

د اسراییلو د لومړي وزیر یایر لیپډ د دفتر لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د دواړو هیوادونو د سفیرانو او قونسل جنرالانو د بیا ځای پرځای کولو پریکړه شوې ده.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر میولود چاوش اولو ویلي، ترکیه به له اسراییلو سره د اړیکو د بیا رغولو سربېره له فلسطینیانو ملاتړ ته دوام ورکړي.

هغه وویل چې د سفیرانو راستنیدل د دوه اړخیزو اړیکو د ښه کولو لپاره مهم دي، اړیکې به ترکیې ته د فلسطین د ګټو لپاره د لابي کولو فرصت ورکړي، ترکیه به تل د فلسطینیانو د حقونو دفاع کوي.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر وویل چې ترکیه اشغال شوی بیت المقدس د اسراییلو د پلازمینې په توګه نه پیژني نو په همدې خاطر په اسراییلو کې د ترکیې سفارت په تل ابیب کې دی.

د یادولو وړ ده چې د اسراییلو او ترکیې ترمنځ اړیکې په ۲۰۱۰ کال کې د ترکیې په کښتۍ باندې د اسراییلو لخوا د برید نه وروسته خرابې شوې وې خو په غزه کې د اسراییلي ځواکونو لخوا د ۲۰۰ تنو فلسطینیانو د وژل کیدو نه وروسته د ۲۰۱۶ نه تر ۲۰۱۸ کال پورې د اړیکو د جزوي رغیدو وروسته د ترکیې او اسراییلو ترمنځه اړیکې خرابې شوې. وروسته له هغه سفیران بیرته راوبلل شول او د دواړو هیوادونو ترمنځ ډیپلوماټیکې اړیکې وځنډول شوې.
نور خبرونه

عمران خان اړوند اهلکارو ته لارښوونه کړې چې شهباز ګل دې په بیړني توګه روغتون ته ولیږل شي

Leave a reply