د اطلاعاتو وفاقي وزیرې ویلي دي چې عمران خان په چارواکو فشار راوړي چې شهباز ګل د خپلې خوښې روغتون ته ولیږی

0
91

باغی ټي وي رپورټ
د اطلاعاتو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب ویلي دي چې عمران خان په بيروکراسۍ فشار راوړي چې خپل چيف آف سټاف شهبازګل د خپلې خوښې روغتون ته ولېږي.

مريم اورنګزېب وويل عمران خان دقانون خلاف ورزي کړې ده اؤ دعدالت دحکمونو ښکاره سرغړونه شوې ده.
اطلاعاتو وفاقي وزير وويل عمران خان د پنجاب په بيورو کراسي بې بنياده فشار راوړي، د شهباز ګل د تحقيقاتو نه د بچ کولو لپاره هر ډول حربې استعماليږي.

ياده دي وي چي د سرچينو وينا ده چي عمران خان ايډيشنل چيف سيکرټري او آئي جي پوليس جيلونو ته امر کړي دي چي شهباز ګل په جسماني ريمانډ کښي نه راوستل شي او شهبازګل په فوري توګه د راولپنډۍ يو حکومتي هسپتال ته وليږل شي۔
سرچینې وايي، عمران خان ته ویل شوي چې دا کار غیر قانوني دی او نه شي کېدای، خو عمران خان ټینګار کړی چې د پایلو په پام کې نیولو پرته دې ترسره شي.

ياده دي وي چي د اسلام آباد مقامي عدالت د جسماني ريمانډ مستردولو په ضد د نظرثاني درخواست په فيصله کښي د شهباز ګل د دوه ورځو جسماني ريمانډ باندي پوليس ته د حواله کولو حکم ورکړے دے۔
نور خبرونه

عمران خان اړوند اهلکارو ته لارښوونه کړې چې شهباز ګل دې په بیړني توګه روغتون ته ولیږل شي

Leave a reply