امریکا او برېټانیا د افغانستان پۀ اړه د جی اوه غونډه رابولي

0
67

امریکا او برېټانیه د افغانستان پة اړه د جي اوه غونډه رابولي

برېټانیا او امریکا د افغانستان په اړه د جي اووه غونډه رابولي

 

(2021 /8/18 نېټه باغي ټي وي)

د راپورونو له مخې د برېتانیا لومړي وزیر بوریس جانسون، د امریکا له ولسمشر جو بایډن سره تلیفوني خبرې کړې دي او په افغانستان کې یې پر روان وضعیت بحثونه ورسره کړي دي. دواړو هېوادونو ټینګار کړی چې په افغانستان کې به وضعیت له نږدې څاري او ډېر ژر به په مجازي توګه د جي اووه هېوادونو د مشرانو غونډه راوبولي. برېټانیا داسې مهال دغه اقدام کوي چې دمګړی په افغانستان کې واک له طالبانو سره دی او دغې ډلې تېره ورځ هم وویل چې له نړیوالو سره د ښو اړیکو غوښتونکي دي. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه خبري کنفرانس کې ټینګار وکړ چې افغانستان د بهرنیانو د ديپلوماتیک ماموریت لپاره امن دی او افغان خاوره به د هېڅ بهرني هېواد پر وړاندې و نه کارول شي.

Leave a reply