WFP: د توکو د بیو لوړوالی به ګڼې کورنۍ په لوږه و ګواښي

0
240

WFP: د توکو د بیو لوړوالی به ګڼې کورنۍ په لوږه و ګواښي

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، له دغو اړمنو کسانو سره د مرستو د دوام لپاره د روان کال تر پایه ۹۶۰ ميلیون ډالرو ته اړتیا لري.

دا پۀ داسې حال کې ده چې ملګرو ملتونو افغانستان کې د اقتصادي وضعت د خرابېدو  خبر ورکړی او ویلي یې دي چې که وضعت کنټرول نشي ناورین به رامنځ ته شي.

 

(2022 / 8 / 17   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د افغانستان لپاره د خوړو نړیوال پروګرام یا WFP، په دغه هېواد کې د خوراکي موادو د بیو بې مخینې لوړوالی به ډېرې نورې کورنۍ له لوږې سره مخامخ کړي.

WFP په پر خپل ټویټر لیکلي، چې په افغانستان کې په اوس وخت کې نږدې ۱۹ ميلیونه وګړي د خوړو له شدید نه خوندیتوب سره مخ دي او ۶ ميلیونه یې هم قحطۍ ته ورنږدې دي.

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، له دغو اړمنو کسانو سره د مرستو د دوام لپاره د روان کال تر پایه ۹۶۰ ميلیون ډالرو ته اړتیا لري.

اړوند موضوعات: 

انس لۀ دیر شپیګل سره پۀ مرکه کې ویلي چې افغانان د بد اقتصادي وضعت لۀ امله افغانستان پریږدي

دا پۀ داسې حال کې ده چې ملګرو ملتونو افغانستان کې د اقتصادي وضعت د خرابېدو  خبر ورکړی او ویلي یې دي چې که وضعت کنټرول نشي ناورین به رامنځ ته شي.

 

 

Leave a reply