دوستم لۀ ط البانو د مذاکراتو غوښتنه کړې ده

دوستم لۀ ط البانو د مذاکراتو غوښتنه کړې ده
دوستم ویلي چې دی افغانستان کې پراخ نفوس لري او د هغه په څیر خلک باید له پامه ونه غورځول شي.
که څه هم ط البانو د شخصیتو د بلنې کمیسیون جوړ کړی او یو شمېر پخواني چارواکي یې رابللي؛ خو د دوستم دغې غوښتنې ته یې تر اوسه د منلو او یا رد ځواب ندی ورکړی.
(2022 / 8 / 17 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
دوستم له ط البانو وغوښتل چې لۀ نوموړي سره مذاکرات وکړي.
د افغانستان د جنبش ملي مشر مارشال عبدالرشید دوستم له رسنیو سره په مرکه کې د ط البانو له مشرتابه وغوښتل چې د افغانستان د ملي مقاومت له عالي شورا سره خبرې وکړي.
مارشال دوستم چې د افغانستان په شمال کې د بلخ د مرکز مزارشريف له سقوط وروسته له هېواده وتښتېد او اوس په ترکيه کې مېشت دی، وويل چې د اوسنۍ حل لاره جګړه نه، بلکې ط البانو سره خبرې دي.