هوا پېژندنې ادارې ۱۹ ولایتونو کې دسېلابونو خبرداری
هوا پېژندنې ادارې ۱۹ ولایتونو کې دسېلابونو خبرداری
د هوا پېژندنې ادارې دغه راز ويلي چې په هرات، فراه او نيمروز ولايتونو کې د چټکو بادونو د الوتلو اټکل هم شوی چې له دوړو سره به مله وي او چټکوالۍ به يې په هر ساعت کې تر ۶۵ کيلومترو پورې رسيږي.
(2022 / 8 / 16 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
په داسې حال کې چې د هېواد مختلفې سيمې له تېرې مياشتې راهيسې په ځلونو سيلابونو ځپلې دي، د هوا پېژندنې ادارې په ۱۹ ولايتونو کې بيا د سختو اورښتونو او سيلابونو خبرداری ورکړی دی.
د هوا پېژندنې ادارې ويلي چې نن او سبا به په نولسو ولايتونو کې له توپان او تندر سره ملګرې تالندې وشي چې په پايله کې يې د سيلابونو د را وتو اټکل هم شوی دی.
نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، پنجشير، کاپيسا، پروان، میدان وردګ، باميان، لوګر، پکتيا، پکتيکا، خوست، غزني، زابل، اروزګان، دايکندي او کندهار هغه ولايتونه دي چې نن او سبا پکې له ۱۰ تر ۳۵ ميلي مترو پورې اورښتونه اټکل شوي دي.
د هوا پېژندنې ادارې دغه راز ويلي چې په هرات، فراه او نيمروز ولايتونو کې د چټکو بادونو د الوتلو اټکل هم شوی چې له دوړو سره به مله وي او چټکوالۍ به يې په هر ساعت کې تر ۶۵ کيلومترو پورې رسيږي.