د فرانسې په کولمار ښار کې یو افغان وګړی په ډزو وژل شوی دی

د فرانسې په کولمار ښار کې یو افغان وګړی په ډزو وژل شوی دی

د دوشنبې په ورځ د دغه افغان یو شمېر خپلوانو په کولمار ښار کې مظاهره وکړه او د دغې پېښې د عاملینو د پېژندلو او نیولو غوښتنه یې وکړه. د فرانسې پولیس وايي، د پېښې په اړه څېړنې کوي او د پېښې د عاملینو د نیولو هڅې کوي.

 

(2022 / 8 / 16  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د فرانسې په کولمار ښار کې یو افغان وګړی په ډزو وژل شوی دی. دغه ځوان عبدالقیوم احمدزی نومېده او ۲۷ کلن و.

دغه پيښه د اسد په ٢٣مه د يکشنبې په ورځ د دغه ځوان او څو تنو موټرسايکل سپرو تر منځ له لفظي شخړې وروسته رامنځته شوه.

د پېښې د عيني شاهدانو او د فرانسې د پوليسو په وينا، پېښه وروسته له هغه وشوه، چې دغه افغان وګړى او خپلوان يې د يوې ودانۍ مخې ته د باربي کيو په تيارولو بوخت وو او پر موټر سايکل سپاره دوه کسان دوى ته نږدې شول.

د عيني شاهدانو په وينا، دغه افغان وګړي له هغوى وغوښتل، چې د خپل موټرسايکل غږ ډېر نه پورته کوي.

خو دغه کسان مخ په وړاندې روان شول او په خپلو ټوپکو يې ډزې وکړې چې په نتيجه کې يې يوه مرمۍ په سينه ولګېده او هغه يې ټپي کړ.

خو عبدالقیوم احمدزی د ژور ټپ له امله په روغتون کې ساه ورکړه. د دوشنبې په ورځ د دغه افغان یو شمېر خپلوانو په کولمار ښار کې مظاهره وکړه او د دغې پېښې د عاملینو د پېژندلو او نیولو غوښتنه یې وکړه. د فرانسې پولیس وايي، د پېښې په اړه څېړنې کوي او د پېښې د عاملینو د نیولو هڅې کوي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

WPS电脑版

telegram中文

telegram中文

Telegram电脑版

搜狗输入法设置

有道文档翻译

Telegram中文

TelegramAPK下载

Telegram中文

有道翻译电脑版

有道翻译电脑版

汽水音乐电脑版官网

Telegram官网

rar压缩软件下载

TelegramAPK下载

TelegramAPK下载

汽水音乐电脑版下载

爱思助手电脑版

telegram

汽水音乐下载

telegram

Telegram下载

汽水音乐

汽水音乐下载

有道翻译下载