خرم تور پورې کړی چې ښایي غني د امریکا پۀ همکارۍ او مشوره تښتېدلی وي
خرم تور پورې کړی چې ښایي غني د امریکا پۀ همکارۍ او مشوره تښتېدلی وي
هغه زیاتوي چې د اشرف غني په تېښته سره هغه رژیم چې امریکا او متحدینو یې ورسره ژمنې وې، پاتې نه دي. نو داسې برېښي چې د ښاغلي غني تېښته د هغه هېواد په مستقيم ملاتړ او حتی په غير مستقيم ډول تر سره شوې ده.»
(2022 / 8 / 14 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
خرم: ډېر احتمال شته چې د اشرف غني تېښته د امریکا په مستقيم ملاتړ او حتی په غیر مستقیمه هڅو ترسره شوې وي.
د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر مشر کریم خرم وايي، د پخواني ولسمشر اشرف غني له تېښتې پرته به د امریکا لپاره له افغانستانه وتل ناشوني ؤ.
ښاغلي خرم نن یکشنبه د سلواغې ۲۳مه په یوه ټوېټ کې لیکلي، چې امریکا له افغانستانه د وتلو له وخته یو کال مخکې پرېکړه وکړه، ځکه د اوکراین او تایوان مسلې په ټپه ولاړې وې او په افغانستان کې د امریکا حضور دغه هېواد جوړ کړ.