حماد افغان شیرزاد د باغي ټلویزیون پښتو څانګې یو کلن مزل ستایلی او مبارکي ورته ویلې

حماد افغان شیرزاد د باغي ټلویزیون پښتو څانګې یو کلن مزل ستایلی او مبارکي ورته ویلې
د یادونې ده چې نن د اګیسټ ۱۴ نېټه د باغي پښتو څانګې د فعالیت او پښتو او دری برخه کې د خبرونو او جالبو معلوماتو وړاندې کولو یو کال پوره شو.
(2022 / 8 / 14 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
افغان لیکوال او سیاسي شنونکي او د ټولنیزو رسنیو فعال حماد افغان شیرزاد باغي ټلویزیون پښتو څانګې یو کلن مزل ستایلی او د یادې کارکوونکو او مشرتابه ته یې د یاد بریالي سفر مبارکي ویلې ده.
نوموړي د یوې لیکنې پر خپرېدو ویلي:
“باغي پښتو تلویزون چې په افغانستان کې یوه آزاده او خپلواکه خبري رسنۍ ده، تیر کال ۱۴م د اګست د ننګرهار د فتحې په ورځ یې د پښتو د څانګې پرانیسته وشوه، چې د کال د پوره کیدو له امله ورته مبارکي وایم او هیله کوم چې لا پرمختګ وکړي.
پښتو باغي تلویزون د افغان ولس رسا غږ دی، د اسلامي ارزښتونو او افغان ملي کلتور، ګټو او احترام په پام کې نیولو سره د افغان ولس غږ تر نړۍ او ولسونو رسوي.
په اوسني وخت کې د میډیا له لارې د خپل ولس غږ، د افغانستان حقایق او نور هر اړخیز مالومات تر نورو رسول ډیر اړین دي، نړۍ د افغانستان په اړه متضاد او منفي نظر لري، موږ باید دا منفي نظر د همدې میډیا له لارې له منځه یوسو او نړۍ ته ښکاره کړو، چې افغان ولس د مینې او امن سمبول دی او تل د پردیو له لورې ځورول شوی.
د باغي تلویزون د مسؤلینو نه هیله کوم چې تل حقایق او د افغان ولس ریښتینی انځور تر نړۍ همداسې ورسوي، لکه تر ننه یې چې رسولی دی.”
د یادونې ده چې نن د اګیسټ ۱۴ نېټه د باغي پښتو څانګې د فعالیت او پښتو او دری برخه کې د خبرونو او جالبو معلوماتو وړاندې کولو یو کال پوره شو.






