د ا.ا د کورنیو سرپرست وزیر پۀ خپله شخصي لګښت د یاد وزارت انګړ کې یو مسجد جوړ او پرانیسته یې وکړه   

0
203

د ا.ا د کورنیو سرپرست وزیر پۀ خپله شخصي لګښت د یاد وزارت انګړ کې یو مسجد جوړ او پرانیسته یې وکړه 

امریکايي رسنیو د یکشنبې په ورځ د اسد په ۹مه اعلان وکړ چې امریکايي ځواکونو د کابل ښار په مرکز شیرپور کې پر یوه کور د هوايي برید په ترڅ کې د الق اعدې مشر ایم ن الظ واهري وواژه.

 

(2022 / 8 / 14 نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د ا.ا د حکومت د کورنیو چارو وزارت تصویرونه خپاره کړي او خبر ورکوي چې د دغه وزارت د مشر سراج الدین حقاني په شخصي پیسو یو جومات پرانیستل شوی دی.

په کابل کې د الق اعدې د مشر ای من الظ واهري له وژل کېدو څوارلس ورځې وروسته سراج الدین حقاني په کابل کې راڅرګند شو.

د کورنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ د اسد په ۲۲مه اعلان وکړ چې د دغۀ وزارت سرپرست وزیر سراج الدین حقاني د دغه وزارت دننه د «الفتح» جومات د افغانستان امریکايي پوهنتون د پخواني استاد تیموتی ویکس په حضور کې پرانیست.

د غربي رسنیو د راپورونو له مخې سراج الدین حقاني د کابل په شیرپور کې د ایمن الظ واهري پر مرکز د امریکا له برید څو شېبې وروسته له پلازمېنې وتلی او د ولسي وګړو له یوه کاروان سره پکتیکا ولایت ته لاړ.

د دغو راپورونو له مخې، هغه کور چې د الق اعدې مشر په نښه شوی و، د کورنیو چارو د سرپرست وزیر سراج الدین حقاني د یوه خپلوان کور دی.

وروسته بیا د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پخواني استازي زلمي خلیلزاد هم په یوه مرکه کې وویل چې د حقاني شبکې مشران په کابل کې د ایمن الظ واهري له شتون څخه “یقینً” خبر وو.

اړوند موضوعات: 

هلمند ته د سراج الدین حقاني سفر او د کجکي د برېښنا بند څخه لیدنه

امریکايي رسنیو د یکشنبې په ورځ د اسد په ۹مه اعلان وکړ چې امریکايي ځواکونو د کابل ښار په مرکز شیرپور کې پر یوه کور د هوايي برید په ترڅ کې د الق اعدې مشر ایم ن الظ واهري وواژه.

Leave a reply