مسؤلین: د مسلم ښوونیز کورس د لس کلنې ماليې نۀ ورکړې لۀ امله تړل شوی 

0
110

مسؤلین: د مسلم ښوونیز کورس د لس کلنې ماليې نۀ ورکړې لۀ امله تړل شوی 

خو د باغي ټلویزیون تر څېړونو وروسته پۀ ډاګه شوه چې یاد کورس د مالیې ورکړې لۀ قانون څخه پۀ سرغړونې او د مالیې لۀ اړخه تر لس کلنې قرضې وروسته د جریمې پۀ ډول تړل شوی دی.

 

(2022 / 8 / 13   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د مالیې وزارت د عوائدو لوی ریاست د درېیمې ناحیې د عوائدو عمومي مدیریت مدیر باغي ټلویزیون ته وویل چې د مسلم کورس د لس کلنې مالیې نۀ ورکړې او د قانون نک مرعتولو لۀ امله تړل شوی دی.

مسلم کورس چې پۀ کابل کې  د انګلیسي ژبې د زدۀ کړې لۀ فعالو مرکزونو څخه شمېرل کېږي وړمه ورځ د درېیمې ناحیې د کامندانو لۀ خوا وتړل شو.

د دغۀ کورس د دروازو تر تړلو وروسته د ټولنیزو رسنیو یو شمېر فعالانو د اعتراض پۀ ډول  یاده پرېکړه وغندله او دا یې د تعلیم برخه کې افغانانو ته یو ډول خنډ جوړول وګڼل.

د ټولنیزو رسنیو ځینو فعالانو د یاد کورس د تړل کېدږ موضوع د نجونو او هلکانو پۀ ګډو ټولګیو کې د درس ویل ګڼلي او پۀ وینا د امر باالمعروف وزارت وروسته له هغه چې د دوی توسیه یې نده منلې یاد کورس تړلی دی.

خو د باغي ټلویزیون تر څېړونو وروسته پۀ ډاګه شوه چې یاد کورس د مالیې ورکړې لۀ قانون څخه پۀ سرغړونې او د مالیې لۀ اړخه تر لس کلنې قرضې وروسته د جریمې پۀ ډول تړل شوی دی.

 

Leave a reply