احمد مسعود: د ط البانو پر وړاندې لۀ مبارزې پرته بله لار نشته

احمد مسعود: د ط البانو پر وړاندې لۀ مبارزې پرته بله لار نشته
مسعود وايي: تر څو چې [ط البان] له مشروع پروسې سره موافق نه وي. هغه بهیر چې یو قانوني حکومت منځ ته راوړي او د افغانستان او نړۍ خلکو ته حساب ورکوونکی وي، د دې ډلې پر وړاندې له مقاومت پرته بله چاره نه لري.
(2022 / 8 / 13 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د مقاومت جبهې مشر احمد مسعود له اتلانتیک شورا سره په مرکه کې ویلي، چې ط البان د خبرو او خپلو شاته تګ لارو چارو ته لېوالتیا نه لري.
مسعود زیاتوي چې ط البان د قدرت د جوړښت په نړیوالتوب باور نه لري.
د مقاومت د جبهې د مشر په وینا له ط البانو سره له جګړې پرته بله لاره نشته.
یو کال وړاندې، کله چې ط البانو د افغانستان واک تر لاسه کړ، احمد مسعود له اتلانتیک شورا سره په مرکه کې وویل چې له ط البانو سره د خبرو په لټه کې دی. خو اوس هغه له دغه امریکايي بنسټ سره په مرکه کې لۀ ط البانو سره خبرې رد کړې.