باغي ټي وي رپورټ
د کرکټ په نړۍ کښې د ویسټ انډیز هیواد یو مشهور د کرکټ لوبغاړي کرس ګیلز په خپل ټویټر پانړه لیکلی چې هغه پاکستان ته ځي.

د نړۍ مشهور لوبغاړي دا فیصله په داسې وخت کښې کړې چې څو ورځې وړاندې دنیوزي لینډ کرکټ ټیم لوبغاړو په پاکستان کښې د لوبې کولو نه انکار وکړو او د لوبې شروع کولو نه څو دقیقی وړاندی ی اوویل چې دوی ته امنیتي ستونزه راپیښه ده.
یاده دې وی چې شیخ رشید، د پاکستان وزیر داخله هم په خبري غونډه کښې ویلي وو چې نیوزی لینډ ټیم ته هیڅ کومه امنیتي ستونزه نه وه او دا انکار ی د یو سازش نه لاندې وکړو

Leave a reply