د افغانستان د بدني روزنې رئیس د ترکیې ولسمشر سره وکتل

د افغانستان د بدني روزنې رئیس د ترکیې ولسمشر سره وکتل
د ترکیې په قونیا ښار کې د اسلامي هېوادونو د پیوستون د لوبو د پرانېستې د مراسمو په څنډه کې د افغانستان د بدني روزنې او سپورت د ادارې مشر نظر محمد مطمئن د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان او نورو سره وکتل.
(2022 / 8 / 10 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د ترکیې په قونیا ښار کې د اسلامي هېوادونو د پیوستون د لوبو د پرانېستې د مراسمو په څنډه کې د افغانستان د بدني روزنې او سپورت د ادارې مشر نظر محمد مطمئن د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان او نورو سره وکتل.
په دې کتنه کې ښاغلي مطمئن د افغانستان له لوري اردوغان ته ډالۍ وړاندې کړه او د ترکیې د ولسمشر له خوا په جوړه شوې ډوډۍ کې یې ګډون وکړ.
نوموړي له نورو ترکي چارواکو سره د افغانستان پر روان وضعیت او دوه اړخیزو اړیکو هم خبرې وکړې.
نظر محمد مطمئن د جمهوریت پر وخت د تېر نظام سخت منتقد او د ا.ا پلوی ؤ چې څو ځلي ورباندې بریدونه هم وشول خو دۀ ته زیان ونۀ رسېدۀ.
نږموړی د ا.ا تر راتګ وروسته د افغانستان د بدني روزنې او سپورت رئیس وټاکل شو.
د ښاغلي مطمئن د سپورت برخه کې دا لومړی سفر ؤ چې ترکیې ته یې ترسره کړ، نوموړي هیله ښودلې چې لۀ ترکیې سره به د سپورټ برخه کې ځینې قراردادونه رامنځته کړي.





