د افغان اولس سره په دې سخت وخت کښې ملګري یو: حبیب الله خټک

حبیب الله خټک، د پاک افغان تعاون فورم مشر په تورخم کښې میډیا ته وینا کوي
باغي ټي وي رپورټ
په پاک افغان پوله تورخم د پاک افغان تعاون فورم مشر حبیب الله خټک میډیا ته اوویل چې د پاکستان اولس مرسته به د ځپلي افغان اولس سره جاري وي.
ده اوویل چې د افغانستان عوام ته د بشري مرستو ضرورت دې او نن پاکستاني عوام دا ثابته کړه چې دوی په دې سخت وخت کښې افغان اولس سره دي او دوی به ورسره مرستې جاري وي.دوی اوویل چې په افغانستان کښې جنګ تیرشوې او افغان اولس ته د مرستو ضرورت دې.
په دې مرسته کښې ۱۹۰ ټنه وړه ، ۱۱ ټنه غوړي او تیل او هم دغه رنګ په دې مرسته کښې داروګان هم شامل وو.
دا امدادي سامان په ۱۷ ټرکونو کښې د په تورخم پوله افغان چارواکو ته حواله شو، په دې موقع په جلال آباد کښې د پاکستان قونصل جنرل عابدالله هم موجود وو چې د پاک افغان تعاو فورم مشرانو نه ی دا امدادي سامان وصول کړي.




