د عمران خان نیول به په ملک کښې ګډوډي رامنځ ته کړي، د افغانستان بدامني به هم په پاکستان بده اغیزه وکړي: شیخ رشید

0
168

باغی ټي وي رپورټ
د عوامي مسلم ليګ مشر او پخواني داخله وزير شيخ رشيد احمد يو ځل بيا موجوده وفاقي حکومت ته خبردارے ورکړے دے چې د عمران خان نيول يا د پي ټي آئي ماتولو منصوبه بندي به په ملک کښې د خونړي سياست پيل وي او په هیواد کښې به ډیره ګډوډي رامنځ ته کړي.

په سوشل ميډيا خپل يو بيان كښې شيخ رشيد وئيلي دي چې د هېواد د سياست او اقتدار نه د هېواد امنيت زيات اهميت لري، شیخ اوویل او په دې خبره ی زور ورکړو چې په افغانستان کښې بې ثباتي او بدامني به په پاكستان هم اغېزه وكړي، ځانمرګي بريدونه پېل شوي او د خلقو څخه بهته اخستل هم پیل شوي دي چې دا یو ښه پیل نه دې.
شيخ رشيد وويل، اقتصادي تباهي، سياسي بې ثباتي، جبر او تروريزم به د دوی سياست دفن کړي.

نوموړي زیاته کړې، چې چین د پاکستان په اړه ښه فکر کوي، نښې یې درک کوي، د ازادۍ ورځ مه ضایع کوئ.نوموړي اوویل چې د عمران خان نیول یا د تحریک انصاف د ماتولو پلان به د خونړي سیاست پیل وي.
نور خبرونه

وزیرداخله د فوځ اهلکارو د قربانیو ستاینه کړي، د وزیرستان برید ی غندلې او د ځوانانو حوصلې ی نورې هم لوړې کړي

Leave a reply