لندن ګرد میز کانفرنس کښې د عمران خان کوم خپلوان برخه نه وه اخستې،عمران خان ته په ټولنیزورسنیو د ګول میز کانفرنس انځور خپرول ګران شول

0
157

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان د تحریک انصاف مشر او پخواني لومړي وزیر عمران خان ته په ۱۹۳۰ کال کې د ګردي میز په کنفرانس کې د خپلو خپلوانو انځور په ټولنیزو رسنیو شریکول ګران شول.

پخواني وزيراعظم عمران خان په سوشل ميډيا د 1930م کال د گول ميز کانفرنس يو عکس شريک کړی وو چې پکې هغه ليکلي ؤ چې قائداعظم او علامه اقبال دواړه د 1930م کال د لندن په تاريخي ګول ميز کانفرنس کې موجود وو.
عمران خان په ټویټ کښې لیکلي وو چې
دا انځور زما د کورنۍ لپاره د وياړ ځای دی ځکه چې د انځور له کيڼ اړخ څخه دوهم او دريم زما د نيکه ورور محمد زمان خان دی چې له هغه وروسته زمان پارک هم جوړ شوی او زما تره جهانګير خان دی.
د ټولنیزو رسنیو کاروونکو د عمران خان دې پوسټ ته ځواب ویلې دې ویلي ی دې چې عمران خان دا انځور په اړه ناسم معلومات ورکوي.
د ټولنیزو رسنیو کاروونکو تایید کړې چې عکس د انګلستان د اوپن یونیورسټۍ په ویب پاڼه کې دی چې د عمران خان کوم خپلوان پکې نه دي ذکر شوي.

دا لومړی ځل نه دی، چې عمران خان له داسې ناسمو معلوماتو سره یو انځور شریک کړی، تر دې وړاندې هم نوموړي په ۲۰۱۸ کال کې د خپلواکۍ د ورځې په مناسبت یو انځور شریک کړی وو، چې په کې یې ویلي وو، چې د پاکستان بنسټګر محمد علي جناح او د مشرق شاعر علامه اقبال د خپلو خپلوانو تر څنګ ناست دي.
نور خبرونه

عمران خان په ټولنیزو رسنیو د پاکستان باني قایداعظم سره په ګول میز کانفرنس کښې شریک د خپلو د خاندان مشرانو یو عکس خپور کړې دې

هغه خلک وس چرته دي چې د پاکستان پرتله به ی سري لنکا سره کوله؟ وس د هیواد اقتصادي وضعیت ډیر ښه شوی او نور به هم ښه شي: احسن اقبال

Leave a reply