په نن ورځ امام حسین رض د یو ظالم او جابر حاکم د بیعت کولو څخه انکار کړې وو، امام حسین د خپل ځان قرباني ورکړې خو سر ی یو ظالم ته نه دې ټیټ کړې،د صدر پاکستان او وزیراعظم پیغام

0
183

باغی ټي وي رپورټ
د اولس مشر عارف علوي او وزيراعظم شهباز شريف لخوا د عاشورا په مناسبت پېغام جاري كړے شوے۔

ولسمشر عارف علوي د عاشورا د ورځې په مناسبت په خپل پېغام كښې وئيلي دي چې په دې ورځ حضرت امام حسين رضي الله عنه له ظالم حكومت سره له بيعت نه ډډه وكړه او د دين او حق د سربلندۍ لپاره يې د خپلې كورنۍ او نورو ژوند قربان كړو۔ د شهادت جام یې له خپلو ملګرو سره وڅښل.
بل لوري ته وزيراعظم شهباز شريف په خپل پېغام کې وئيلي دي چې د عاشورا ورځ مونږ ته د حق او باطل د دې ابدي جګړې يادونه راکوي کله چې د سيدنا امام حسين رضي الله عنه په مشرۍ کښې د ايمان په جذبه سره ډک یوې ډلې د باطل له اطاعت او منلو څخه انکار وکړو او د حقایقو د سرلوړۍ لپاره د یوې داسې ډلې په وړاندې سینه ونیوله او دوی ته ی سر ټیټ نه کړو ، هغه اوویل چې د امام حسین ډله که یو اړخ ته کمه هم وه نو د ډیر کسانو په مخ کښې ی سر ټیټ نه کړو.
ياده دي وي چي نن په ټول ملک کښي د عاشورا محرم جلوسونه ویستل کیږي او د امام حسین د شهادت او د هغه قربانۍ ستاینه کوي.

د نړۍ نور خبرونه هم اوګورې

عباس ستانکزی: امریکا باید تحریم های خود را بر اقتصاد افغانستان پایان دهد

کامن ویلتهه نړیوالۍ لوبو کښې د پاکستان ۱۸ پوزیشن، دا لوبې د اسټرا لیا له لومړي مقام ترلاسه کولو پس پای ته رسیدلي دي

Leave a reply