د پي ټي آیی حکومت پخواني وزیردفاع پخواني وزیراعظم نواز شریف له چیلنج ورکړې چې عمران خان سره دې مقابله وکړي

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان پخواني دفاع وزیر او د تحریک انصاف ګوند مشر پرویز خټک پخوانی لومړی وزیر او د مسلم لیګ (ن) مشر نواز شریف ننګولی دی.

نوښار کښې ميډيا سره خبرو کښې پرويز خټک وئيلي دي چي عمران خان يواځي خلق د سياست نه لرې کولي شي. هغه اوویل چې ايتلافي حکومت دي د وخت نه مخکښي انتخاباتو لپاره د سندهه او بلوچستان اسمبلئ ماتې کړي، که داسي وشي نو پي ټي آئي هم د دواړو صوبو اسمبلئ منحلولو ته تيار ده۔

هغه وویل چې د فارن فنډنګ کیس په قضیه کې هیڅ نشته او دا هر څه یوه ډرامه ده.

هغه ادعا وکړه چې پوځ له پي ټي اى سره کومه دښمني نه لري، حالات داسې وو چې هر څوک په دې فکر کې وو چې عمران خان ختم شوى دى، هغه اوویل چې زه پخپله هم له پوځ سره اړيکې لرم.

هغه وویل چې ایتلافي حکومت په ټپه ولاړ دی، دوی نه حکومت پریږدي او نه ی هم چلولی شي.

پرويز خټک چيلنج ورکړو چې نوازشريف دې بيرته راشي، هغه دې جيل ته لاړ شي يا ضمانت ترلاسه کړي، نوازشريف دې بيرته راشي او د عمران خان سره دې یو په یو مقابله وکړي.
نور خبرونه

کامن ویلتهه نړیوالۍ لوبو کښې د پاکستان ۱۸ پوزیشن، دا لوبې د اسټرا لیا له لومړي مقام ترلاسه کولو پس پای ته رسیدلي دي