د پاکستان تحریک انصاف یو مشر او پاکستان مسلم لیک نه مشرانو یو بل له غاړې ورکړي دي

0
168

باغی ټي وی رپورټ
عدالت د وژنې په مقدمه کې د نيول شوي مسلم ليګ ن د مشر نذير چوهان ضمانت د پنځوس زره روپو په ضمانت منظور کړی دی.

د جوهر ټاون پولیس سټېشن کښې د قتل په مقدمه کښې نیول شوی د لیګ مشر نذیر چوهان د څلور ورځو جسماني ریمانډ نه پس نن د مجسټریټ عدالت ته وړاندې کړے شو.
ل اړخ ته د پنجاب ضمني انتخاباتو کښې د پي پي 167 لاهور نه د تحريک انصاف په ټکټ ګټلي د اسمبلۍ غړي شبير احمد ګوجر او نذير چوهان هم ماډل ټاون کچہری کښې يو بل ته غاړي وتلي دي.
ایم پی اے شبیر احمد ګجر وویل د جنګ او دښمنۍ سیاست نه وي کول په کار او مونږ باید د ولس د فلاح لپاره سیاست وکړو، د الله تعالی رضا لپاره نذیر چوهان معاف شوی دی.

د پنجاب اسمبلۍ غړي شبير احمد ګوجر ويلي چې د نذير چوهان په خوشي کېدو يې هيڅ اعتراض نه دی کړی، چې په اړه يې عدالت د نذير چوهان ضمانت منظور کړی او ورته يې د پنځوس زره روپو د مچلکو د جمع کولو امر کړی دی.
ياده دي وي چي د پنجاب ضمني انتخاباتو کښي د پاکستان تحريک انصاف مشر شبير احمد ګجر د مسلم ليګ نون اميدوار نذير چوهان ته ماتي ورکړي وه۔ شبیر ګجر ۴۰ زره ۲۰۶ ووټونه او نذیر چوهان ۲۶ زره ۵۳۵ ووټونه ترلاسه کړي وو.

Leave a reply