د ننګرهار پچیراګام کې لسګونه کیلو ګرامه تاریخ تیري توکي سوځول شوي دي

نوموړی وایي که تر دې وروسته په دې ولسوالۍ کې هر هټیوال تاریخ تېر توکي، مشروبات او درمل په خلکو وپلوري قانوني چلند به ورسره وکړي.
دا پۀ داسې حال کې ده چې د ا.ا.ا ستندرد ملي ادارې پۀ سرحدونو کې د بې کیفیته موادو د راوارېدېدلو د مخنیوي لپاره هڅې ډېرې کړې دي.
(2022 / 8 /8 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
پچیر اګام کې لسګونه کیلو ګرامه تاریخ تېر توکي وسوځول شول.
انعکاس ټلویزیون د ننګرهار د پچیر اګام ولسوالۍ د ملي امنیت معاون قاري صدام عبیده له قوله لیکلي، چې د دې ولسوالۍ د ملي امنیت ۰۴ او ۰۷ امریتونو او روغتیایي مسؤلینو په ګډې همغږۍ له هټیو او درملتونونو تاریخ تېر خوراکي او بې کیفیته توکي، غیر الکولي مشروبات او درمل راټول او ویې سوځول.