ننګرهار؛ د کانال شرکت د نجارۍ فابریکې فعالیتونه ګړندي شوي
ننګرهار؛ د کانال شرکت د نجارۍ فابریکې فعالیتونه ګړندي شوي
د کانال ریاست د نجارۍ فابرېکه د لومړي ځل لپاره په ۱۳۳۹ کال کې هډې فارم اړوند ثمرخېلو ساحه کې جوړه او فعاله شوه چې هغه مهال په کې ۱۸ سوه کسانو درې وخته په کار بوخت و.
(2022 / 8 / 8 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
“سلام وطندار ” د کانال کرنيز شرکت وياند سيدهمايون غريبمل لۀ قوله ویلي چې، دغه فابریکه په وروستیو کې يو ځل بيا رغول شوې، هره ورځ پهکې لسګونه لرګين توکي توليدېږي.
دوی زیاته کړې چې د دې فابریکې لپاره لرګي هم د کانال شرکت له څلورګونو فارمونو راوړل کېږي. هغه زياته کړه چې د تېر په پرتله يې د تولیداتو مينهوال هم زيات شوي دي.
غريبمل سلام وطندار ته ویلي، دوی هڅه کوي په ډېر کار کولو سره دا فابريکه چې اوس په کې يو شمېر مسلکي کسانو ته د کار زمينه هم برابره شوې، لا پياوړي کړي.
د کانال ریاست د نجارۍ فابرېکه د لومړي ځل لپاره په ۱۳۳۹ کال کې هډې فارم اړوند ثمرخېلو ساحه کې جوړه او فعاله شوه چې هغه مهال په کې ۱۸ سوه کسانو درې وخته په کار بوخت و.