فواد چوهدري تور لګولې چې حمزه شهباز ۲۴ اربه کرپشن کړي او لندن ته تښتیدلې، د پي ایم ایل ن ګوند یو مشر دا تورونه رد کړي دي

0
65

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان تحریک انصاف مشر او پخوانی وفاقي وزیر فواد چوهدري وايي تورن حمزه شهباز په ۲۴ اربه روپو لندن ته تښتېدلی،هغه اوویل چې شهباز شریف او د هغه ملګري او کمپنۍ پاکستانۍ اولس احمقان ګڼي.

په سوشل ميډيا خپل يو بيان كښې فواد چوهدري وئيلي دي چې حمزه شهباز د 24 اربه روپو په تور لندن ته لېږلې شوې او د 2 كروړه روپو تحقيقاتو لپاره د ايف آئي اے 5 ټيمونه جوړ كړې شوي دي۔

فواد چوهدري وئيلي دي چې د محرم نه وروستو به د مئ په ٢٥مه د ملزمانو احتساب شروع کيږي، ولس دې د حقيقي ازادۍ مبارزې وروستې مرحلې ته تيار شي.
د فواد چوهدري د بيان په ځواب کې د مسلم ليګ (ن) مشر طلال چوهدري وويل حمزه شهباز دوه کاله په جيل کې ساتل شوى وو، د څلورو کالو پلټنې وشوې خو کرپشن معلوم نه شو، هغه اوویل چې په دوی باندې کرپشن ثابت نه شو.
چوهدري زياته کړه چې احتساب به اوس د بهرني ايجنټ عمران خان او د بهرنۍ مرستې سياسي ګوند پاکستان تحريک انصاف سره کېږي.

Leave a reply