په چیلي کې رامنځته شوې ۲۰۰ متره ژوره کنده مخ پر پراخېدو ده

د چیلي د ځمکپوهنې ادارې ویلي: د دغې کندې په اړه، چې د مسو کان ته نږدې رامنځته شوې؛ پلټنې روانې دي.
د دغې کندې د رامنځته کېدو له کبله په دغه کان کې کار هم بند شوی دی.
د چیلي سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې ښايي تر ځمکې لاندې په کان کې سیلاب روان وي.
(2022 / 8 / 8 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
رویترز راپور ورکړی، چې په چیلي کې یوه اوونۍ مخکې رامنځته شوې ۲۰۰ متره کندې قطر دوه چنده پراخه شوی دی.
د دې کندې قطر په پیل کې ۲۵ متره و؛ خو اوس ۵۰ مترو ته رسېدلی دی.