عمران خان د حکومت توشه خانې څخه څه ډالۍ ویړیا هم اخستې وې

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان تحريک انصاف چيئرمين عمران خان په ضد اليکشن کميشن کښې دائر کړے شوي ريفرنس کښې وئيلي شوي دي چې هغه د وزيراعظم په حيث د توشه خانې نه څه مفت تحفې اخستي دي۔

د پاکستان ډيموکرېټک موومنټ (پي ډي اېم) لخوا جمع کړل شوي ريفرنس کې ادعا شوې چې عمران خان د پيسو په ورکولو سره ځينې تحفې ترلاسه کړې، خو زياتره تحفې يې له پيسو پرته کور ته وړل شوي، په داسې حال کې چې د توشه خانې د اصولو له مخې، د هغه بيعه لوړه ده او باید ددې په بدله کښې پیسې ورکړل شوې دې.
د عمران خان په ضد دائر شوي ريفرنس کښې تور لګولې شوې چې عمران خان په خپلو بيانونو کښې هم دغه تحفې نه دي افشا کړي.

دا خبره مهمه ده چې په ۴ اګست وفاقي کابینې د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي آئي) د مشر په ضد د پوليټيکل آرډر 2002 لاندې د کارروائي کولو فيصله کړې ده او په پارټۍ بندیز لګولو او عمران خان نااهله کولو لپاره ی د ټاکنو کمیشن دا اعلامیه سپریم کورټ د استولو پریکړه کړې وه.

د دې نه علاوه د عمران خان د نااهلي لپاره د مسلم ليګ (ن) مشر محسن شاهنواز رانجها لخوا دائر شوي ريفرنس کښې هم اليکشن کميشن عمران خان ته د 24م اګست لپاره نوټس جاري کړے دے۔

محسن شاهنواز رانجها د ایم این اے په توګه د عمران خان نااهله کولو لپاره ریفرنس دائر کړی دی.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

WPS Office

搜狗输入法下载

汽水

Safew

Whatsapp官网下载

Whatsapp网页版登入

雷电模拟器海外版

telegram中文

Telegram电脑版

搜狗输入法电脑版

快连vpn下载

雷电模拟器9下载

Telegram中文

Telegram官网