عظمی کاردار ، پخواني پي ټي آیی ایم پی اې، پخوانۍ د پنجاب وزیراعلی په لوی کرپشن تورن کړې او د عدالتي نوټس ځواب ی هم ورکړې دې

0
167

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان تحریک انصاف پخواني د پنجاب اسمبلۍ غړې عظمی کاردار په یو ویډیو پیغام کښې ویلي دي چې پخواني وزیراعلی پنجاب عثمان بزدار په دفتر کښې بشری بی بی ته ډیر پروټوکول حاصل وو او په ډیر لوی کرپشن ی کړې دې .
نوموړي په دې په دې ویډیو کښې وایی چې پخواني وزیراعلی پنجاب ته مې د هغه د عدالتي نوټس په اړه ځواب د خپل قانون پوهانو په مشوره لیګلې دې.


نوموړي وایی چې پخواني وزیراعلی پنجاب عثمان بزدار باید یو د سپکاوي نوټس عمران خان ته هم واستوي ځکه چې عمران خان د هغه هیڅ کوم عزت نه دې کړې او نه ی ورله په صوبه کښې کومه مهمه څوکۍ ورکړې ده.
هغې تور ولګولو چې د پنجاب په وزیراعلی هاوس کښې بشری بی بی ته مهم مقام حاصل وو، د افسرانو په بدلولو کښې ی ډیر لوی فساد کړې دې، او دا تور ی هم ولګولو چې هغې ته به لایو سټاک کښې ډیر پروژۍ ورکړل شوې وې.
د عمران خان میرمن بشری بی بی او د فرح ګوګي د خاوند په اړه هغې اوویل چې دوی چې بې ګناه دي نو بیا ولې پټ دي او را دې شی مخامخ دې شی.
هغه وایی چې عثمان بزدار باید یو د سپکاوي نوټس عمران خان ته واستوي ځکه چې عمران خان هغه د وزیراعلی څوکۍ څخه لرې کړو او پرویز الهي ته ی دا څوکۍ ورکړه، باید د سپکاوی نوټس هغه عمران خان ته واستوي ځکه عثمان بزدار شخصیت سپکاوی کړې وو، هغه وایی چې عثمان بزدار باید د بشری بی بی خیال وساتی او کیدې شی چې د بشری بی بی په وجه عثمان بزدار ته بیا کومه مهمه څوکۍ ورکړل شي.
هغې په بشری بی بي تور لګولې دې چې هغې به په لایو سټاک کښې لوی لوی ټیکې اخستې.
دا خبره مهمه ده چې عظمی کاردار په ویډیو پیغام کښې وایی چې ماته پخواني وزیراعلی پنجاب عثمان بزدار د عزت د سپکاوي نوټس رالیږلې وو او ماهم ورله د قانون پوهانو په مرسته ځواب لیګلې دې.
کوم نوټس چې استول شوې په دې کښې بیان شوي چې د پي ټي آیی پخوانۍ غړې او ایم پي اې ته باید د هغې د عزت او شخصیت د سپکاوي په بدله کښې ۵۰۰ ملیونه روپۍ تاوان ورکړل شي ځکه چې ددې د عزت او شخصیت سپکاوې شوې دې.

Leave a reply