عمران خان په یو ټرن مشهور دې، ویل به ی چې کچکول نه را اخلم، او ایی ایم ایف ته به نه ځم، چې وزیراعظم شو نو لوی کچکول ی را واخست، دا د عمران خان اصلی څیره ده

0
104

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان د تحریک انصاف مشر او پخوانی لومړی وزیر عمران خان هم د یو ټرن لپاره مشهور دی او عمران خان په اړه دا هم یو لوی حقیقف دې چې هغه د خپلو خبرو څخه واپس ګرځي ،بدلیږی او هم دا د عمران خان د خوښې لوبه او مشغله ده.

د منع شوي بهرنۍ فنډنګ مقدمې په اړه د اليکشن کميشن د فيصلې نه پس اوس د پي ټي آئي چيئرمېن يو مستند دروغجن ګرځول ښوې دې او ددې ټولو خوبیو پرته عمران خان خيرات، زکات، فنډ او په چنده کښې چې څه ورکوي نو اخلی ی. هغه د چندې پیسې هم اخلی او دا سوچ او فکر نه کوي که چرې دا پیسې له دښمن له خوا ورکړل شوې وي او یا هم د یوه داسې هېواد له خوا د ډالۍ په توګه ورکړل شوې وي خو عمران خان ی په ډیر کمال اخلي.
په دې وروستیو کې عمران خان چې امریکا ته ی بدې ردې ویلي او ایبسولیټلي ناټ نعرې ی وهلې وس ی دا نعره په ایبسولیټلي یس باندې بدله کړې ده او د امریکا د ۳۶ ګاړو عطیه ی قبوله کړې ده .
د پاکستان د تحریک انصاف چیرمین عمران خان چې کله وزیراعظم وو، همغه وینا یې کوله چې د امریکا غلامي به نه منو، عمران خان وویل چې امریکا زما د حکومت پر ضد سازشونه کړي وو، هغه وویل چې ما امریکا ته ویلي وو “بلکل نه”. له یوې خوا پخواني وزیراعظم عمران خان ولس ته د امریکا ضد ویناوو ته دوام ورکړی او له بلې خوا په خیبر پښتونخوا کې د امریکا د حکومت د همکارۍ او مرستې مننه کوي.
په پاکستان کې دامريکا سفير ډونلډ بلوم دپاکستان تحريک انصاف سره تعلق لرونکي دخيبرپښتونخوا وزيراعلي محمود خان سره ليدلي دي. هم ددې خیبر پښتونخوا د پی ټي آیی ګوند وزیراعلی د امریکا سفير ته د یو ډیر لوی پروټوکول ورکړل.
دا د پاکستان د تحریک انصاف د مشر عمران خان او د هغه د ملګرو اصلی څېره

هغه صرف دا نه بلکې د پي ټي ايي چئیرمین عمران خان هم دا ولس د بیوقوف کولو په هنر پوره پوهیږي چې تر اوسه یې په هیڅ کوم پاکستاني سیاستمدار کې نه دی لیدل شوی.
عمران خان ولس ته د خپلې وینا پر مهال به ی ویل چې مونږ ازاد ملت یو، هیچا ته سر نه ټیټوو او نورو ګوندونو ته به یې ویل چې غلامي به کوې، شرم به مو وي، زه پوښتنه کوم چې موږ د چا غلامان یو؟ عمران خان وویل چې تر څو چې زما وینه وي، ولس به هیچا ته سر ټیټ نه کړم.
هغه وویل چې زه د اروپایی اتحادیې له سفیر څخه پوښتنه کوم چې آیا مونږ غلامان یو چې تاسو مونږ ته څه اوویی او مونږ بی کوو؟
عمران خان به ویل چې تر څو چې زما بدن کښې ساه وی نو زه به پاکستاني اولس سر بل چاته ټیټ نه کړم.

عمران خان په خپلو خبرو کې وویل چې امریکا وايي روس ته مه ځه زه له امریکا پوښتنه کوم چې تاسو څوک ب چې ماته وایی چې روس ته مه ځه .
دا یوازینۍ خبره نه ده، کله چې عمران خان واک په لاس کې واخیست، نو ویل به ویې ویل چې مونږ به آی ایم ایف ته نه ځو، خو هغه بیا آیی ایم ته لاړ، عمران خان به ویل چې مونږ به کچکول نه را اخلو خو هغه د ټولو لوی کچکول په غاړه کړو.

Leave a reply