ملګرو ملتونو لۀ ا.ا څخه د خلکو د امنیت خوندي ساتلو غوښتنه کړې ده 

0
74

ملګرو ملتونو لۀ ا.ا څخه د خلکو د امنیت خوندي ساتلو غوښتنه کړې ده 

د اسلامي همکاریو سازمان له ا.ا څخه غوښتي چې د ورته چاودنو او ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د مخنیوي په برخه کې جدي اقدام وکړي. ویل کیږي چې په دغه چاودنو کې افغان اهل تشیع وګړي په نښه شوي دي.

 

(2022 / 8  / 7  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د اسلامي هیوادونو د همکاریو سازمان او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما په کابل کې د وروستیو چاودنو له قربانیانو سره غم شریکي ښودلې او د ا.ا له حکومت څخه یې غوښتي چې د افغانستان د خلکو امنیت ټینګ کړي. د محرم په رارسېدو سره، کابل په تېرو دوو ورځو کې د دوو چاودنو شاهد و چې له امله یې یو شمېر ملکي وګړي مړه او ټپیان شول.

د اسلامي هیوادونو د همکارۍ سازمان نن په یوې اعلامیې کې په کابل کې د وروستیو چاودنو په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې دغه چاودنو د افغانستان د پلازمینې امنیت خراب کړی دی.

د اسلامي همکاریو سازمان له ا.ا څخه غوښتي چې د ورته چاودنو او ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د مخنیوي په برخه کې جدي اقدام وکړي. ویل کیږي چې په دغه چاودنو کې افغان اهل تشیع وګړي په نښه شوي دي

یوناما هم دغه چاودنې غندلي او د قربانیانو له کورنیو سره یې غم شریکي ښودلې ده.

Leave a reply