د اوسپڼۍ پټلۍ له لارې ۶۷ زره ټنه توکي بهر ته صادر شوي دي

0
94

د اوسپڼۍ پټلۍ له لارې ۶۷ زره ټنه توکي بهر ته صادر شوي دي

د یادې ادارې په وینا، په دغه اونۍ کې له دې لارې له افغانستان نه ۹۸۴۰ مټریکه ټنه صادارت هم شوي چې لویه برخه یې ممیز دي. دغه صادارات او واردات ازبکستان، تاجکستان او ترکمنستان ته شوي.

 

(2022 / 8 / 7   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د اوسپڼۍ پټلۍ اداره وايي، په تېره یوه اونۍ کې ۶۷ زره او ۶۷۷ ټنه انتقالات شوي.

دغې ادارې په یوې خبرپانه کې لیکلي، چې یاد انتقالات د اقینې، حیرتان او تور غونډۍ بندرونو له لارې شوي. د خبرپاڼې په حواله، د دغو انتقالاتو ډېره برخه د حیرتان بندر له لارې ده چې ۴۳ زره ۸۲۵ مټریکه ټنه کېږي.

د اوسپنۍ پټلۍ ادارې د معلوماتو له مخې، په یادو انتقالاتو کې نفتي، غیرنفتي او نور مواد افغانستان ته وارد شوي دي.

د یادې ادارې په وینا، په دغه اونۍ کې له دې لارې له افغانستان نه ۹۸۴۰ مټریکه ټنه صادارت هم شوي چې لویه برخه یې ممیز دي. دغه صادارات او واردات ازبکستان، تاجکستان او ترکمنستان ته شوي.

Leave a reply