پکتیکا کې ماین چاودنې درې ماشومانو ته مرګ ژوبله اړولې

د ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس محمد آمین حذیفه وایې یاده پېښه هغه مهال رامنځته شوې چې دغو ماشومانو په ماین لوبې کولې.
روغتیا پالانو د ټپي شویو ماشومانو وضعیت نازک ښودلی.
(2022 / 8 / 7 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د پکتیکا ولایت یحی خېل ولسوالۍ د یحی خېل په کلي کې ماین چاودنې یو ماشوم وژلی او دوه تنه نور یې ټپیان کړي دي.
باختر دولتي خبري اژانس په خپل راپور کې ویلي، چې دا چاودنه د پخوانیو پاتې شوو نا چاوده توکو له کبله را منځ ته شوې.