نواز شریف یو ډارن تن دې، هغه به پاکستان ته واپس را نه شي: عمران خان
باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان تحريک انصاف مشر عمران خان د مسلم ليګ ن مشر نوازشريف يو ډارن او نارامه کس بللی او وئيلي يې دي چې هغه به وطن ته واپس نه شي .
عمران خان د سپټمبر په ۲۵ مه د قامي اسمبلۍ په ټولو ۹ څوکیو ضمني انتخاباتو کې د ګډون پرېکړه کړې ده.
په دې اړه د تحريک انصاف چيئرمېن عمران خان وئيلي دي چې زه د نااهلي نه نه وېرېږم ځکه چې تحريک انصاف په قانوني طريقه فنډ جمع کړی دی.
پخواني وزيراعظم دا هم وئيلي دي چې د لانګ مارچ په مهال مونږ ته د انتخاباتو په اړه غلط باورونه ورکړے شوي وو۔
د پاکستان مسلم ليګ (ن) د مشر وطن واپسي په اړه د تحريک انصاف چيئرمېن وويل نواز شريف يو ډارن او هوښيار سړی دی او نه به واپس راشي.
ياده دي وي چي تيره ورځ لندن کښي نوازشريف سره ملاقات نه پس ميډيا سره خبرو کښي وفاقي وزير ميا جاويد لطيف ويلي وو چي نواز شريف ډير زر د پاکستان د اولس خدمت کوي۔