د ځمکې طاقتونه د اتحادي حکومت ملګري دي او آسماني واک او طاقت د عمران خان ملاتړ کوی: شیخ رشید

0
182

باغی ټي وي رپورټ

د عوامي مسلم ليګ مشر شيخ رشيد احمد وئيلي دي چې زمکي واک د پنځلسو واکمنو ګوندونو سره او آسماني طاقتونه او خلک د عمران خان سره دي.

په سوشل ميډيا خپل يو بيان كښې شيخ رشيد وئيلي دي چې هېواد د ډيفالټ په لور روان دے، د بهرنۍ اسعارو ذخائر، تركيې او برآمدات په كمېدو دي، د خزانې وزير يوه هفته ټېكس لګوي او بله هفته يې بېرته اخلي۔

ده زياته کړه چې تر دې مهاله ټول آئيني ترميمونه د خپلو ګټو لپاره شوي دي نه د ملک لپاره، د قرضونو لپاره هم د پوځ مشر ته پکار دي.
پخواني وفاقي وزير وويل چې سياستوال په ميډيا خپلې خړې او ګنده جامې وينځي او ځانونه صفا کوي، دا وخت د سيلابونو په عکسونو او د سټېټ بنک ګورنر د ټاکلو وخت نه دی.

شیخ رشید لیکلي، چې د ځمکې واک له ۱۵ واکمنو ګوندونو سره دی او آسماني واکونه او خلک له عمران خان سره دي.

د کورنیو چارو پخوانی وزیر وايي، د ټاکنو کمېسیون د انګېرنو او تضادونو تر شا د شریف او زرداري مخونه دي.

Leave a reply