کابل کې د پرونۍ چاودنې مسؤلیت داع.ش ډلې منلی دی 

0
124

کابل کې د پرونۍ چاودنې مسؤلیت داع.ش ډلې منلی دی 

که څه هم د کابل امنیه قوماندانۍ په پرونۍ چاودنه کې د وژل‌شویو کسانو شمېر ۲ او ۲۲ ټپیان ښوولي، خو رویټرز خبري اژانس د عیني شاهدانو له قوله ویلي چې په پرونۍ چاودنه کې اته کسان وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان دي.

 

(2022 / 8  7   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د کابل په لویدیځ «پل‌سوخته» کې د هغې مرګونې چاودنې پړه داعش منلې چې لږ تر لږه ۲۴ کسانو ته پکې مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

دا په تېرو دوو ورځو کې دویمه چادنه ده چې اسلامي دولت یا داعش نومې ډله یې مسوولیت مني.

که څه هم د کابل امنیه قوماندانۍ په پرونۍ چاودنه کې د وژل‌شویو کسانو شمېر ۲ او ۲۲ ټپیان ښوولي، خو رویټرز خبري اژانس د عیني شاهدانو له قوله ویلي چې په پرونۍ چاودنه کې اته کسان وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان دي.

بلخوا له ځینو روغتونونو د ترلاسه‌شویو معلوماتو له مخې، د پل‌سوخته په چاودنه کې ۴۱ کسان ټپیان او ۳ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

د یادونې ده چې داعش ډلې د محرم پر ویر کوونکو د هغې چاودنې پړه هم منلې وه چې وړمه ورځ په «سرکاریز» سیمه کې وشوه او له امله یې د اتو کسانو پر وژل‌کېدو سربېره ۱۸ نور ټپیان شوي وو.

که څه هم ا.ا په کابل کې ښار د محرم مراسمو لپاره کلک امنیتي تدابیر نیولي، خو بیا هم د هزاره‌ګانو په له ګڼې‌ګوڼې ځایونو کې د داسې مرګونو چاودنو راپورونه ورکول کېږي.

Leave a reply