ایران سیستان سیمې ته د افغانستان له لورې د اوبو له ورتللو خبر ورکړی

ایران سیستان سیمې ته د افغانستان له لورې د اوبو له ورتللو خبر ورکړی
د ا.ا له راتګ وروسته دا دوهم ځل شو چې ایران وايي په غوښتنه یې د ا.ا د مشران د کمال خان بند اوبه ور خوشې کوي خو دوی وايي، چې اوبه د افغانستان لوري ته خوشې کوي.
(2022 / 8 / 7 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي په یوه ویډیویي پیغام کې ویلي، چې د پر له پسې ډیپلوماټیکو هڅو په پایله کې افغانستان اوبه ورخوشې کړې دي.
قمي زیاته کړه، چې له افغان چارواکو سره یې خبرې روانې دي څو اوبه په دوامدار ډول د ایران لور ته وبهېږي.
د ا.ا له راتګ وروسته دا دوهم ځل شو چې ایران وايي په غوښتنه یې د ا.ا د مشران د کمال خان بند اوبه ور خوشې کوي خو دوی وايي، چې اوبه د افغانستان لوري ته خوشې کوي.
افغان حکومت د سیستان ته د کمال خان بند د اوبو د ور خوشې کولو په تړاو د قمي دې تازه څرګندونو ته په ځواب کې څه نه دي ویلي.
ا.ا امارت بیا ټینګار کوي چې د اوبو په تړاو ایران سره په ۱۳۵۱ کال کې د شوې هوکړې پر بنسټ عمل کوي.






