روسیې د اوکراین پر ختیځو سیمو تازه بریدونه پيل کړي دي
روسیې د اوکراین پر ختیځو سیمو تازه بریدونه پيل کړي دي
بلخوا له اوکراین د غلو دانو صادرات لا هم ادامه لري او رسنۍ وايي چې په ۱۶۲ زره ټنه غلو دانو بار پنځه بېړۍ به ددغه هېواد له بندرونو د ترکیې په لور حرکت وکړي. روسیه وايي د غلو دانو پر صادراتو به بریدونه نه کوي.
(2022 / 8 / 7 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
روسیې د اوکراین پر ختیځو سیمو تازه بریدونه پيل کړي دي.
د رسنیو د راپورونو له مخې روسیې په تازه اقدام کې د اوکراین په دونتسک او نورو شمالي ښارونو کې تازه او خونړي بریدونه پيل کړي دي او هڅه کوي تر برید لاندې سیمې د نورو پرمختګونو لپاره ونیسي.
دغه ښارونو دمګړی شپېته سلنه د روسي ځواکونو تر ولکې لاندې دي خو اوکراینیان پر دوی خال خال بریدونه کوي.