د بندیزونو له امله افغانستان د برېښنا پورونه نه شي‌ ورکولی

0
186

د بندیزونو له امله افغانستان د برېښنا پورونه نه شي‌ ورکولی

د راپورونو له مخې افغانستان دمګړی شاوخوا سل میلیونه ډالر د برېښنا له درکه د ګاونډیو هېوادونو پوروړی دی. بلخوا تر دې وړاندې افغان حکومت ويلي چې ډېره برخه پورونه یې خلاص کړي دي او د پاتې پورونو د خلاصولو لپاره هم هلې ځلې کوي.

(2022 / 8 / 7   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د بندیزونو له امله افغانستان د برېښنا پورونه نه شي‌ ورکولی. نړیوالې رسنۍ وایي چې د امریکا د بندیزونو له امله افغانستان له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دی.

د سرچینې په خبره دغه بندیزونو د افغانستان د انرژۍ پر وارداتو هم منفي اغېز کړی دی او افغانستان دمګړی د خپلې برېښنا پورونه نه شي ورکولی.

سرچینه کاږي سره له دې چې افغانستان د ازبکستان د برېښنا پور ورکړی دی خو لا هم د تاجکستان پورونه پر ځای دي.

Leave a reply