پاکستان تحریک انصاف یوه فارن فنډډ ګوند دې، عمران خان یو بهرنۍ ایجنټ دې: وزیراطلاعات

باغی ټي وي رپورټ
د اطلاعاتو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب د تحريک انصاف د یو مشر عکسونه ميډيا سره شريک کړې دي.
د خبري غونډې په مهال مريم اورنګزېب وويل چې د خيرات پېسې سياست لپاره استعمالول جرم دی.
عمران خان چې کوم جرم کړی دی هغه ثابت شوی دی، اليکشن کميشن فيصله کړې ده، وزیراطلاعات اوویل چې عمران خان يو د بهرنۍ ايجنټ دی، تحريک انصاف د بهرنۍ مرستې اخستونکې ګوند ثابت شوی دی.
نوموړې اوویل چې د ټاکنو کمیشن په پریکړه کښې اوویل شول چې عمران خان دا کار په پوهه کړى، اوس دوى تخنيکي دلايل وړاندې کوي، عمران خان دروغ وايي.
وفاقي وزيرې وويل دعمران خان لخوا پينځه حلف نامې جمع کړل شوي، هغوي وايي چې زه نه پوهيږم، عمران خان هڅه کوي چې قوم ته نوره دوکه ورکړي، ده داسټيټ بينک لخوا په اليکشن کميشن کې دوړاندې کړل شوي ريکارډ په ضد ی اپيل هم کړى دى.
د هيلي کاپټر حادثې د شهيدانو په اړه د منفي کمپاين په اړه مريم اورنګزېب وويل چې پي ټي ائي لسبيله کې د پوځي افسرانو په شهادت باندې د سپکاوي پیغامونه خپروي، هغې زیاته کړه چې د یو ګوند ذهنیت هم دغه ټرولنګ یعنې د سپکاوي پیغامونه خپرول دي.
هغې وويل چې د پاکستان فوځ د شهيدانو په ضد د سپکاوی بیانونه او د پیغامونو له امله زمونږ سرونه له شرمه ښکته شول، د پاکستاني ځواکونو دغه شهيدان له خلکو سره مرسته کوي، دا ډول کرکه، اشتباه او ناسم چلند د افسوس وړ دى .





