اسرایلي الوتکو په غزه برید کړې، ۱۵ فسلطینیان شهیدان شوي، د اسلام جهاد غورځنګ سرچینې وایی اسرایلو سره د اوربند امکان نشته

باغی ټي وي رپورټ
د اسلامي جهاد غورځنګ پر غزه د اسرائیلو له بریدونو وروسته له اسرائیلو سره د سمدستي اوربند امکان رد کړی دی.
د اسلامي جهاد سرچینو د اسرایلو پر وړاندې د سمدستي اوربند احتمال رد کړی دی، پرون په غزه کې د اسراییلي ځواکونو په بمبارۍ کې ۱۵ فلسطینیان شهیدان او ۱۱۰ نور ټپیان شول.
په غزه کې د اسلامي جهاد غورځنګ پر ضد د اسرائیلو د عملیاتو په اړه د اسرائیلو پوځ وايي چې ښايي په غزه کې د اسلامي جهاد پر ضد عملیات تر یوې اونۍ دوام وکړي او دا مهال د اوربند لپاره خبرې اترې نه دي شوي.
ملګرو ملتونو، مصر او قطر په غزه کې د کړکېچ د زياتېدو له امله د منځګړيتوب هڅې پيل کړې، روسيې هم په غزه کې له ښکېلو غاړو څخه د زغم غوښتنه کړې ده.
دا خبره د یادونې ده چې په غزه باندې د اسرائیلي الوتکو په وحشیانه بمباریو کې د یوه فلسطیني قومندان او یوې پنځه کلنې نجلۍ په ګډون ۱۵ فلسطینیان شهیدان او ۷۵ نور ټپیان شوي دي.
د اسراييلو لومړي وزير ياير لاپيد ويلي، چې د اسلامي جهاد قوماندان طيسر الجباري په بريد کې نشه نه وو.
له بلې خوا اسلامي جهاد د صهیونیسټي حملو په وړاندې توند غبرګون ښودلی او د اسرائیلو هوايي حملې یې د جنګ اعلان بللی او په غچ کې یې په اسرائیلو له سلو زیات راکټونه ویشتي دي.
دفلسطيني مقاومت سازمان حماس هم په خپله اعلاميه کې ويلي دي چې اسراييلو يو نوى جنايت کړى دى چې تاوان به يې ورکړي.





