پاکستان سټاک ایکسچینج، ټوله اونۍ ډیر مثبت پرمختګ شوې دې

0
169

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان سټاک ایکسچینج نږدې ټوله اونۍ مثبت رجحان درلود او د 100 انډیکس د 1945 پوائنټونو ډیروالي سره په 42096 باندې بند شو.

د سوداګرۍ اونۍ کې 100 انډیکس د 2411 پوائنټونو په بند کې پاتې شو. په یوه اونۍ کې په بازار کې د یو ملیارد 34 کروړه ونډو کاروبار شوی. د شيئرز مارکيټ د کاروبار ارزښت 39 اربه روپۍ وو.

په کاروباري هفته کې د بازار سرمایه 275 اربه روپۍ 7047 اربه روپو ته لوړه شوه.
دا خبره هم د یادونې ده چې د شماریاتي ادارې له لوري د د انفلاسیون اوونیز راپور خپور شوې دې چې له مخې یې په هېواد کې د انفلاسیون کچه 0.82 سلنه لوړه شوې ده.

د احصایې د ادارې د راپور له مخې، په هېواد کې په ټولیزه توګه د انفلاسیون کچه ۳۸،۶۳ سلنې ته رسېدلې، په تېره یوه اوونۍ کې د ۳۳ اړینو توکو بیې لوړې شوې، د ۴ توکو بیې ارزانه شوې او د ۱۴ توکو بیې په خپل حال پاتې دي.

Leave a reply