وزیراعلی پنجاب د ټاکلو پس پرویز الهي تر ۵۰ زیات افسران د خپلو دفترونو بدل کړي دي

باغی ټي وي رپورټ
د پنجاب وزيراعلي پروېز الهي د خپلې څوکۍ په غاړه اخستو سره د صوبې د 50 نه زيات مهم افسران بدل کړل.
په پنجاب کې د حکومت د بدلون سره سم وزيراعلي پرويز الاهي د مهمو پوسټونو سپارل پيل کړل.
د حمزه شهباز دورې په اخرو ورځو کښې چيف سيکرټري پنجاب کامران علي افضل او آئي جي پوليس راؤسردار د دوي د تبادلې غوښتنه کړې وه په کوم کښې چې آئي جي راو سردار د آئي جي پوليس ريلوے مقرر کړے شو ولي چيف سيکرټري پنجاب کامران علي افضل نه بدل کړے شو۔
همدغه راز دپنجاب دايډيشنل آئي جي مهمه چوکۍ هم خالي ده، دپروېز الهي حکومت ددغه چوکۍ څخه عثمان انور بدل کړى دى خو چا ته ددغه پوسټ اضافي چارج نۀ دى ورکړل شوى.
وزيراعلي د پرنسپل سيکرټري نبيل اعوان پر ځای د اسمبلۍ سيکرټري محمد خان بهټي هم ټاکلی دی. د ډي جي ايل ډي اے، ډي جي ايف ډي اے، سي سي پي او لاهور او ډي آئي جي آپريشنز لاهور پشمول د مختلفو ضلعو ډپټي کمشنران او اسسټنټ کمشنران هم بدل کړے شوي دي۔
د پنجاب ايډيشنل چيف سيکرټري هم او ايس ډي جوړ کړے شو د هغه چارج ايډيشنل چيف سيکرټري ته ورکړے شو۔
د سيکرټريټ سرچينو ترمخه په صوبه کښې د عاشوری له ورځې وروسته د نورو مهمو تبادلو امکان هم شته.






