په ۹ حلقو کښې ضمني ټاکنې، عمران خان اعلان کړې چې دې په ټولو حلقو کښې ټاکنو کښې د کاندید په توګه برخه اخلي

0
151

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان تحريک انصاف مشر او پخواني وزيراعظم عمران خان د قامي اسمبلۍ نه نهو حلقو ضمني انتخاباتو کښې د ګډون اعلان کړے دے۔

د قامي اسمبلۍ په 9 حلقو ضمني انتخابات به د ستمبر په 25مه نيټه کيږي او د پي ټي آئي چيئرمېن فيصله کړې ده چې د دې حلقو نه به پخپله انتخاباتو کښې برخه اخلي۔
سرچينې وائي په 9 حلقو ضمني انتخاباتو کې به د 50 څخه تر 90 کروړه روپو پورې لګښت راځي چې پکې د بيلټ پيپرونو، فارمونو، بيلټ بکسونو او دپوليسو اؤ رينجرز په حفاظت په شمول د بيلټ مواد په چاپولو اؤ اخستلو هم خرچه راځي. .

دسرچينو له مخې په انتخابي حلقو کې دپوځ دځايې کولو، دانتخاباتي عملې دروزنې، ددوي اعزازي، IT سامان، ټرانسپورټ، دتيلو لګښتونه به هم ورکول کيږي.

د عمران خان د ټولو نهو حلقو نه د کاميابۍ په صورت کې به هغه د ٨ حلقو نه يوه انتخاب کړي او هغه د ميانوالي د څوکۍ څخه د قومي اسمبلۍ غړى هم دې.

که عمران خان انتخابات وګټي نو د قامي اسمبلۍ په 9 حلقو کې به ضمني انتخابات یو ځل بیا کیږي او په دې صورت کې به یو ځل بیا په انتخاباتو باندې د 50 نه تر 90 کروړه روپو پورې لګښت راځي.

دسرچينو ترمخه دقومي اسمبلۍ په يوه حلقه کې دانتخابي لګښتونو کم تر کمه تخمينه له 5 څخه تر 10 کروړه روپو پورې ده، په حساسو يا لرې پرتو سيمو کې دانتخابي خرچو رقم تر 10 کروړه روپو پورې رسيږي.

Leave a reply