ایران د هلمند سیند په اړه؛ که مو یو څاڅکی اوبه حق کېږي بیا یې هم غواړو

0
175

ایران د هلمند سیند په اړه؛ که مو یو څاڅکی اوبه حق کېږي بیا یې هم غواړو

د  ده په وینا آن که یوه قطره حقابه یې هم د هلمند په سیند کې وي نو په اخیستلو به یې ټینګار کوي. هغه زیاته کړې چې له ترکیې سره هم د اوبو پر سر شته ستونزې حل کوي او له دغه هېواد د اوبو حق غواړي.

 

(2022 / 8 / 6  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور  

ایران یو ځل بیا ټینګار کړی چې له افغان لوري خپله حقابه غواړي. د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان ددغه هېواد پارلمان ته په یوه وینا کې ویلي چې دوی له ترکیې او افغانستان خپلې حقابې ارومرو غواړي.

د  ده په وینا آن که یوه قطره حقابه یې هم د هلمند په سیند کې وي نو په اخیستلو به یې ټینګار کوي. هغه زیاته کړې چې له ترکیې سره هم د اوبو پر سر شته ستونزې حل کوي او له دغه هېواد د اوبو حق غواړي.

ایرانی لوری داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې افغان حکومت وايي، ایران ته یوازې د شوو هوکړو پر بنسټ اوبه ورکوي او تر دې ورهاخوا به له ایران سره د اوبو په تړاو هېڅ راز نوې هوکړه یا قرار داد رامنځته نه شي.

Leave a reply