د اوبو او انرژۍ وزارت: لويې پروژې به د داخلي عوایدو په مرسته پلې کړو
د اوبو او انرژۍ وزارت: لويې پروژې به د داخلي عوایدو په مرسته پلې کړو
د ده په خبره د لویو پروژو د پلې کېدو لپاره هڅه کوي، چې له داخلي عویدو او د سوداګرو له مرستې ګټه واخلي. دغه راز ده یادونه وکړه چې حکومت به له معادنو او زېرمو په استفادې په هېواد کې پرمختیايي پروژې عملي او ترڅنګ به یې خلکو ته د کار زمینه برابره کړي.
(2022 / 8 / 6 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر اروزګان ولایت ته د خپل سفر پر مال ویلي، هڅه کوي چې لويې پروژې د خپلو داخلي عوایدو او افغان سوداګرو په مالي مرسته پلې کړي.
عبدالطیف منصور دا څرګندونې د یاد ولایت په چنارتو ولسوالۍ کې کړي چې له تېرو څلورو لسیزو راهیسې پکې د اوبو د یوه بند د جوړولو پلان شته دی.
نوموړی وايي یاد وزارت پر ځینو اقتصادي پلانونو کار کړی چې په پلې کېدو سره به یې وکولی شي رغنیزې چارې عملي کړي.
د ده په خبره د لویو پروژو د پلې کېدو لپاره هڅه کوي، چې له داخلي عویدو او د سوداګرو له مرستې ګټه واخلي.
دغه راز ده یادونه وکړه چې حکومت به له معادنو او زېرمو په استفادې په هېواد کې پرمختیايي پروژې عملي او ترڅنګ به یې خلکو ته د کار زمینه برابره کړي.