د پي ټي آیی په فارن فنډنګ کیس کښې ایف آیی اې اسد قیصر راغوښتې دې

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان وفاقي تحقیقاتي ادارې (ایف آی اې) د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر او د قومي اسمبلۍ پخوانی سپیکر اسد قیصر د منع شوي بهرنۍ فنډنګ کیس د تحقیقاتو په لړ کښې رابللې دې.
د پيښور د ايف آئي اے تحقيقاتي افسر اسد قيصر ته د اګست په 11مه نيټه د ايف آئي اے خيبرپښتونخوا په دفتر کښې د حاضريدو غوښتنه شوې ده.
اسد قیصر ته استول شوي نوټس کې ویل شوي چې د اکبر ایس بابر د مقدمې د فیصلې له مخې هغه دوه بانکي اکاونټونه لري، اسد قیصر د دوه بانکي اکاونټونو په پرانستلو او چلولو کې لاس لري، نو اسد قیصر دې په شخصي توګه د تحقیقاتي ټیم مخې ته حاضر شي. او د بانکي حسابونو په اړه پوښتنې ځواب کړئ.
ياده دې وي چې د ممنوع الخروج فنډنګ کيس په اړه د اليکشن کميشن د فيصلې وروستو ايف آئي اے د پاکستان تحريک انصاف د مشرانو او دفتري کارکنانو نه پلټنې هم شروع کړي دي۔
دا خبره مهمه ده چې د پاکستان وفاقي تحقیقاتي ادارې (ایف آی اې) د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي آی) د منع شوي فنډنګ په اړه رسمي تحقیقات پیل کړي دي.
ايف آئي اے د پينځه کسيزه مانيټرينګ کميټي جوړه کړي ده چي مشري ئي د 20 ګريډ يو افسر ډاکټر اطهر وحيد کوي او نور افسران به ددوی مرسته کوي.






